عدلیې وزیر د سن پټرز بورګ نړېواله غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته ولاړ

عدلیې وزیر د سن پټرز بورګ نړېواله غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته ولاړ افغانستان
د افغانستان عدلیې وزیر شیخ عبدالحکیم شرعي د سن پټرزبورګ حقوقي ناسته کې د ګډون لپاره روسیې ته تللی

دا د روسیې په کوربتوب د سن پټرز بورګ نړېوالې حقوقي مجمع ۱۳ مه ناسته ده چې د افغانستان استازیتوب پکې عدلیې وزیر شیخ عبدالحکیم شرعي کوي.

د عدلیې وزارت د معلوماتو له مخې ښاغلی شرعي به دغې غونډه کې د قوانینو څرنګوالي، نړېوالو حقوقو کې د اصلاح اړتیا، د عدالت ټینګښت او نړېوالو تعاملاتو په اړه د اسلامي امارت د دریځ په اړه خبرې وکړي.

د سن پټرزبورګ نړېواله حقوقي ناسته کې د بېلابېلو هېوادونو د عدلیې وزارت، قضایي چارواکي او حقوقي متخصصین برخه اخلي.

ټاکل شوې دغه ناسته به د دوشنبې په ورځ د روسیې په سن پټرزبورګ ښار کې پیل شي چې درې ورځې به دوام وکړي.

تړلي موضوعات