د میدان وردګ او ننګرهار له ښوونیزو مرکزونو تر زر زیات پولیس فارغ شول

د میدان وردګ او ننګرهار له ښوونیزو مرکزونو تر زر زیات پولیس فارغ شول افغانستان
تازه فارغ شوي پولیس

کورنیو چارو وزارت ویلي، دا ۱۰۲۰ پولیس د میدان وردګ او ننګرهار د پولیسو له ښوونیزو مرکزونو فارغ شوي چې د نظامي زده کړو تر څنګ یې په عقیدتي او مسلکي برخو کې زدکړې ورکړې.

د یاد وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع لیکلي، د فراغت په مراسمو کې مسؤلینو، علماوو او چارواکو ګډون کړی و او له فارغ شویو پولیسو یې غوښتي، چې د ولس سره ښه چلند، د عامه نظم ټینګښت، د اسلامي ارزښتونو ساتنه او د مسئولیتونو صادقانه ادا کول خپل لومړیتوب وګرځوي.

فارغینو ژمنه کړې، چې ترلاسه شوې زده کړې به د امن، ثبات او د اسلامي نظام د خدمت لپاره کار وي. 

قانع زیاتوي، د کورنیو چارو وزارت مسؤلینو په خپلو خبرو کې دا بهیر د امنیتي بنسټونو د پیاوړتیا او د مسؤلو مجاهدینو د چمتو کولو په لور مهم ګام وباله.

تړلي موضوعات