اقتصادي مرستیال: تاتارستان ته د اسلامي امارت پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک وو

اقتصادي مرستیال: تاتارستان ته د اسلامي امارت پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک وو افغانستان
د کازان اقتصادي فورم کې د اسلامي امارت پلاوی بیرته هېواد ته راستون شو

د رئیس الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د روسیې فدراسیون تاتارستان جمهوریت ته له څلور ورځني سفر وروسته تاتارستان ته د افغان پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک بللی دی.

ملا برادر اخوند د کابل هوایي ډګر کې له رسنیو سره خبرو کې ویلي، د دې سفر په جریان کې یې د تاتارستان او موردوویا ولسمشرانو سره د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو مسائلو په اړه ګټورې کتنې درلودې.

نوموړي زیاته کړې، د یاد سفر جریان کې یې د روسیې فدراسیون لومړي وزیر له دواړو مرستیالانو سره هم لېدنې درلودې، چې په ترڅ کې یې د کابل او مسکو دوه اړخیزې سوداګرۍ پراختیا، افغانستان کې د روسي پانګوالو پانګونې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو اقتصادي اړیکو په اړه دوه اړخیزې خبرې کړې دي.

د یادونې ده، چې د کازان ۱۶م نړېوال اقتصادي فورم د ۹۰ هېوادونو د لوړو پوړو چارواکو او د بېلابېلو هېوادونو د ۲۰زره شرکتونو استازو په شتون کې د تاتارستان کازان ښار کې ترسره شو.

تړلي موضوعات