ایران ته د کډوالو هویت تثبیت لپاره کاري ټیمونه استول کیږي
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، د یادې ادارې د نفوسو د احوالو ثبت مرستیال محمد نبي نصرت د بهرنیو، کډوالو او مالیې وزارتونو له پلاوو سره لیدنه کې ایران کې د افغان کډوالو د هویت تثبیت لپاره د کاري ټیمونو په استولو خبرې کړې دي.
یادې ادارې ویلي، د کډوالو ستونزو ته رسېدو په موخه د کاري ټیمونو د استولو لومړنۍ چارې بشپړې او ژر به ایران ته واستول شي.
د احصایې ادارې ایران کې افغان کډوالو ته د اسانتیاوو په موخه د هویت تثبیت او نفوسو د احوالو ثبت اړوند خدمتونو وړاندې کول له خپلو لومړیتوبونو یاد کړي.
دا حکومتي اداره داسې مهال دغه پرېکړه کوي، چې څو ورځې وړاندې د کډوالو چارو وزیر بهرنیو هېوادونو کې د افغان کډوالو لپاره بېلابېلو برخو کې د اسانتیاوو له برابرېدو خبر ورکړ.