د کابل او تهران چارواکو ترمنځ تګ راتګ؛ د کانونو وزیر ایران ته ولاړ
ایران ته د افغانستان بهرنیو چارو وزیر تر سفر وروسته د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري او مل پلاوی هم په رسمي سفر ایران ته ولاړ.
دکانونو وزارت ویلي، ښاغلی بدري به یاد هېواد کې د کاني زېرمو د کارپوهانو او څېړونکو دویمه نړېواله غونډه کې کډون وکړي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې نوموړی به د دې غونډې ترڅنګ د بېلابېلو شرکتونو له استازو او پانګوالو سره هم لیدنې کتنې ولري.
ټاکل شوې افغان پلاوی به دغو کتنو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا، د افغانستان کاني ظرفیتونو او د کانونو برخه کې د پانګونې په شته فرصتونو بحث او خبرې وکړي.