نړېوال بانک لوجیستکي او رغنیزو شرکتونو ته خپل پورونه ورکوي

نړېوال بانک لوجیستکي او رغنیزو شرکتونو ته خپل پورونه ورکوي افغانستان
نړېوال بانک افغانستان کې خپل پورونه ورکوي

د مالیې وزارت خبر ورکړی، افغانستان کې د نړېوال بانک دفتر تر پرانېستل کېدو وروسته اوس دغه بانک چمتو دی، چې افغانستان کې د خپلو پاتې پورونو د ورکړې لړۍ پیل کړي.

د مالیې وزارت د خبر له مخې نړېوال بانک افغانستان کې له لوجیستیکي او رغنیزو شرکتونو ۵۰ میلیونه ډالره پوروړی دی، چې له مالیې وزارت سره په همغږۍ به څلور پړاوونو کې اړوند شرکتونو ته ورکړل شي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې نړېوال بانک به په لومړي پړاو کې ۱۰.۸ میلیونه ډالر په مستقیم ډول خپلو پوروړیو شرکتونه ته ورکړي او پاتې ۳۹.۱۱ میلیونه ډالر به په درېیو پړاوونو کې د مالیې وزارت له لارې ورکړي.

د مالیې وزارت د نړېوال بانک له لوري د پورونو ورکړه یو ستر ګام بللی، چې دې سره به پراختیایي پروژې له سره پیل شي.

تړلي موضوعات