پامیر ولسوالۍ کې دې بنسټیزې پراختیایي پروژې پلي شي

پامیر ولسوالۍ کې دې بنسټیزې پراختیایي پروژې پلي شي افغانستان
د بدخشان ولایت پامیر ولسوالۍ


د بدخشان ولایت لوی او کوچني پامير ولسوالیو یو شمېر قومي مخورو د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره د کتنې پرمهال له اسلامي امارت پامير ولسوالۍ کې د پراختیايي پروژو پلي کولو غوښتنه کړې.

ارګ ویلي، دغو قومي مخورو له اداري مرستیال غوښتي چې یادې ولسوالۍ کې دې د ښوونځیو، مدرسو، روغتیایي کلینیکونو او مخابراتي خدمتونو فعالولو هڅې وکړي.

بل‌خوا اداري مرستیال ویلي، اسلامي امارت لرې پرتو سیمو ته ځانګړې پاملرنه لري او د بدخشان اوسېدونکو ستونزو ته به هم رسېدنه وشي.

دا په داسې حال ک ده، چې تېرو درېیو کلونو کې د بدخشان پامیرولسوالۍ بېلابېلو برخو کې پر لپسې پروژې پلي شوې او دا مهال چین سره د افغانستان نښلوونکي واخان سړک دویم فاز چارې هم د افغان حکومت له لوري دوام لري.

تړلي موضوعات