تېرو دوو ورځو کې تر ۵۰۰ زیات افغان بندیان د پاکستان له بندخونو ازاد شوي
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د اسلامي امارت د پرلپسې هڅو په پایله کې په تېرو دوو ورځو کې د پاکستان له بېلابېلو بندخونو ۵۳۲تنه افغانان ازاد او بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد وزارت د سپین بولدک سرحدي امریت له قوله ویلي، چې وړمه ورځ یې ۲۸۶تنه افغانان چې له یوې تر دوو ورځو د پاکستان په بېلابېلو بندخونو کې ساتل شوي وو بېرته راخوشي او هېواد ته راستانه کړي.
د کډوالو چارو وزارت وړمه ورځ هم خبر ورکړی و، چې د پاکستان له بندخونو یې ۲۴۶تنه افغانان راخوشي او بېرته هېواد ته راستانه کړي.
د یادونې ده، چې د اسلامي امارت په هڅو زرګونه هغه افغانان چې د قانوني اسنادو د نشتون له کبله د پاکستان په زندانونو کې ساتل کېدل راخوشي او بیرته هېواد ته راستانه کړي.