چاپېریال ساتنې ادارې مشر روسیې ته ولاړ
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رئیس مولوي مطیع الله خالص په مشرۍ پلاوی د روسیې په رسمي بلنه د «نوسکي ۱۱م نړېوال چاپېریالي کانګرس» کې د ګډون په موخه یاد هېواد ته ولاړ.
ټاکل شوې دغه کانګرس به د روانې مۍ میاشتې له ۲۲تر ۲۳مې د روسیې سن پیټرزبورګ کې جوړیږي.
یاده غونډه کې به د نړۍ شاوخوا ۴۰ هېوادونه ګډون وکړي چې د اقلیمي بدلون او چاپیریال ساتنې اړوند مسایلو په اړه به پکې خبرې وشي.
یادونې وړ ده، چې دا لومړی ځل دی د افغانستان حکومت پلاوی دې کانګرس کې ګډون کوي