نن د درملو درې افغاني فابریکې وستایل شوې او نړېوال باور سندونه ورکړل شول

نن د درملو درې افغاني فابریکې وستایل شوې او نړېوال باور سندونه ورکړل شول افغانستان

نن د اسلامي امارت له لوري د درملو تولید درې افغاني فابریکې « سنو فارما، ملي شفاء او ټي‌جي‌اېل» د معیاري تولید له امله ستایل شوې دي او د جي‌اېم‌پي نړېوال اعتبار لرونکي سرټیفیکېټونه ورکړل شوي دي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په دې اړه په عامې روغتیا وزارت کې جوړه شوې غونډه کې ویلي، چې د درملو تولیدي فابریکې دې له ملي او نړیوالو معیارونو سره سم د درملو کیفیت او کمیت ته پوره پاملرنه وکړي.

اقتصادي معاونیت ویلي، چې ښاغلي برادر اخوند داخلي فابریکو مسؤلینو ته وویل، که تاسو له ملي او نړېوالو معیارونو سره سم درمل تولید کړئ، دا به نه یوازې لویه لاسته راوړنه وي؛ بلکې پر وارداتي درملو به د هېواد تکیه راکمه او په دې برخه کې به موجوده تقاضا په کور دننه پوره شي.

د اسلامي امارت دې لوړ پوړي چارواکي ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته ډاډ ورکړی، چې په دولتي ادارو کې د اقتصادي چارو اړوند موضوعاتو پروسې به لا ساده، منظمې، چټکې او لنډې شي.

د یادونې وړ ده، چې د جي‌اېم‌پي نړېوال باورلرونکي سرټیفیکېټونه ورکړې سره یادې ستایل شوې فابریکې کولی شي، چې بهرنیو هېوادونو ته صادرات ترسره کړي.

تړلي موضوعات