مولوي حنفي: اسلامي امارت د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره اغېزمن ګامونه اخیستي دي

مولوي حنفي: اسلامي امارت د کورنیو تولیداتو د ودې  لپاره اغېزمن ګامونه اخیستي دي افغانستان

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په کابل کې د درملو درېیو تولیدي افغاني فابریکو د ستاینې په مراسمو کې ويلي، چې اسلامي امارت د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي دي.

نوموړي زياته کړې، چې اسلامي امارت د نورو لاسته‌راوړنو تر څنګ د فساد ريښې هم له منځه وړې، د نشه‌يي توکو پر ضد یې مبارزه کړې او د کورنیو تولیداتو ودې او پراختیا ته یې ځانګړې پاملرنه کړې ده.

ښاغلي حنفي ټينګار کړی، چې اسلامي امارت د خوراکي توکو او درملو د کیفیت د کنټرول په برخه کې جديت لري او هېڅوک نشي کولی بې‌کیفیته توکي د هېواد بازارونو ته وړاندې کړي.

په همدې مهال د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند هم په دې مراسمو کې ټينګار کړی چې کورني شرکتونه بايد باکیفیته درمل توليد کړي او له هغوی څخه یې غوښتنه کړې چې درمل د ملي او نړیوالو معیارونو مطابق توليد کړي.

د یادونې ده، چې نن اسلامي امارت درې د درملو تولید افغاني فابریکې وستایلې او د نړېوال باور سندونه یې ورکړل چې پر مټ یې کولی شي بهرنیو هېوادونو ته هم صادرات ترسره کړي.

تړلي موضوعات