دره صوف ډبرو سکرو کان کې چاودنې د اوو تنو ژوند واخېست
د سمنګان ولایت مقام خبر ورکړی، چې د یاد ولایت دره صوف پایین ولسوالۍ ګوله کلي کې د ډبرو سکرو یوه کان کې د چاودنې له کبله اوو تنو ژوند بایللی او دوه نور ټپیان شوي دي.
د سمنګان ولایت مقام رسنیو دفتر د خبر له مخې ټپيان د امنیتي ځواکونو له لوري روغتون ته لېږدول شوي، چې روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.
د پېښي قربانیانو جسدونه د کان له تونل اېستل شوي او خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
د یادونې ده، چې د ډبرو سکرو کانونو کې چاودنې معمولا د میتان ګاز او تړلې فضا کې د سکرو غوبار راټولېدو له کبله رامنځته کیږي.