د روان مالي کال ملي بودیجې د غوره تطبیق لپاره مستوفینو ته روزنیز ورکشاپ پیل شو
د مالیې وزارت ټولو مالي، عوایدي، ملي بودیجې لګښتونو او د روان مالي کال ملي بودیجې د اصولنامې د غوره تطبیق په موخه د ۳۴ ولایتونو مستوفیتونو مسئولینو او د عوایدو امرینو ته روزنیز ورکشاپ پیل کړی.
دغه ورکشاپ چې درې ورځې به دوام وکړي ګډونوالو ته به یې د مالي، عایداتي چارو او ملي بودیجې د لګښتونو په اړه معلومات ورکړل شي.
د یادونې ده، چې د اسلامي امارت له بیاواکمنېدو وروسته هېواد کې عواید په پوره روڼتیا راټولیږي او په مهمو اقتصادي او بنسټیزو پروژو لګول کیږي.