کندهار کې څه باندې ۲۷۰۰ کیلو ګرامه نشه یي توکي نیول شوي

کندهار کې څه باندې ۲۷۰۰ کیلو ګرامه نشه یي توکي نیول شوي افغانستان
انځور ارشیف

د کندهار مقام رسنیز دفتر وايي، دا نشه يي توکي د امنیه قوماندانۍ د نشه يي توکو پر ضد مبارزې مدیریت ددغه ولایت په ولسوالیو او حوزو کې د ۷۱ عملیاتو پایله کې نیولي دي.

سرچېنه لیکي، په دغو عملیاتو کې ۱۶ تنه شکمن کسان،۱۶۷۲ کیلو ګرامه تاریاک، ۱۰۵۰ کیلو ګرامه اومان، نږدې ۶ کیلو ګرامه چرس، ۹۱۷ ګرامه ښیښه، ۸ ګرامه هیرویین، ۸۵ دانې ټابلیټ کا ګولۍ، ۱۴ کیلو ګرامه ایف نشه یي توکي نیول شوي دي.

سرچینه وايي، د یادوو عملیاتو په ترڅ کې ۱۲ اعشاریه ۵ جرېبه ځمکه هم د کوکنارو او بنګو له کښت څخه پاکه شوې.

خبر پاڼه کې راغلي، د یادو عملیاتو په مهال د کندهار ښار او ولسوالیو له مختلفو سیمو څخه ۸۸ تنه په نشه یي توکو روږدي کسان راټول او د درملنې لپاره اړوندو روغتیایي کمپونو ته ورپېژندل شوې دي.

تړلي موضوعات