کابل او تهران د کانونو تخنیکي کمېټو په جوړولو خبرې وکړې

کابل او تهران د کانونو تخنیکي کمېټو په جوړولو خبرې وکړې افغانستان
د هېواد د کانونو وزیر د ایران کانونو وزیر سره کتلي

د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري له خپل ایراني سیال محسن پاک نژاد سره کتلي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، دې کتنه کې دواړو لوریو د ګډو همکار پر پراختیا، پانګونې جذب، د فني او مسلکي تجربو شریکولو او د ګډو تخنیکي کمېټو په جوړولو خبرې کړې دي.

داوړو لوریو همداراز د نفت او ګازو ذخیرو تولید، پراختیا او اکتشاف برخو کې د موجوده هوکړو د پلي کولو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

ښاغلی بدري د کانونو نړېوال نندارتون کې د ګډون لپاره ایران ته تللی.

تړلي موضوعات