د دولتي کارکوونکو د دوو میاشتو معاشونه ورکول کیږي
د مالیې وزارت یوې معتبرې سرچینې حریت راډیو ته ویلي، چې سبا پنجشنبه د غبرګولي په لومړۍ نېټه د دولتي کارکوونکو د دوو میاشتو معاشونو ورکړې لړۍ پیل کیږي.
سرچینې ویلي، په پام کې ده چې د کارکوونکو د وري او غویي میاشتو معاشونه به یوځای ورکړل شي.
د مالیې وزارت داسې مهال د دولتي کارکوونکو د معاشونو د ورکړې خبر ورکړی، چې څو ورځې وړاندې د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د ۱۴۰۴ مالي کال بودیجه توشیح او وزارتونو ته یې د تخصیص لړۍ پیل شوه.