اوو ولایتونو کې ۲۳ کسان د نشه یي توکو په تړاو نیول شوي
کورنیو چارو وزارت نن چهارشنبه ويلي، نیول شویو کسانو د نشه يي توکو په خرڅلاو، کارولو او قاچاق کې لاس درلود.
د سرچېنې په لېکنه، دا کسان د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت پولیسو په نیمروز، خوست، پنجشېر، ننګرهار، لغمان، بلخ او غزني ولایتونو کې د څه باندې ۲۴ کیلو ګرامه چرسو، ۱۹۷۷عدده نشه يي ګولیو او ډول ډول نورو مخدره موادو سره نیول شوي دي.
خبر پاڼه کې راغلي، نیول شوي کسان به له څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
یاده دې وي، چې د اسلامي امارت بیا واکمنېدو راهیسې د پخوا په پرتله د نشه يي توکو په وړاندې د هېواد په ټولو ولایتونو کې کلکه مبارزه روانه ده.