۲۴ افغان سرتېري له رهبري شوي راکټ زده کړو څخه فارغ شول
د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د وزارت ستر درستیز له توپچي ریاست څخه د میلان کنکورس(9M135) په نوم د رهبري شوي راکټ له زده کړو څخه ٢۴ تنه افغان سرتېري له میاشتنۍ مسلکي او عملي زده کړو دویمې دورې څخه فارغ شوي.
په دې اړه مراسمو کې د وسلوال پوځ لوی درستیز مرستيال مالي خان صدیق فارغو سرتېرو ته ویلي:
(( تاسو نن د خپل علم او فن له پلوه فارغېږئ دا مه هېروئ چې د اسلامي امارت د فداکار او متعهده پوځ یوه مهمه برخه یاست؛ د خپل وطن او د اسلام سپېڅلي دین دفاع ستاسو شرعي او ملي مسئولیت دی، خپل مسلک ته په پوره اخلاص او صداقت سره ادامه ورکړئ تر څو د هېواد د ساتنې په لاره کې پیاوړي ودرېږئ.))
نوموړي زیاته کړې، چې هر باعزته هېواد دا غواړي چې د ملي اسلامي اردو په څېر یو منظم، زړور او د قربانۍ روحیې درلودونکی پوځ ولري.
د وسلوال پوځ لوی درستیز مرستيال پر سرتېرو غږ کړی، زموږ مسؤلیت دی چې د هېواد سرحدات وساتو او په ځانګړې توګه د توپچي مسلک ته پوره پاملرنه وکړو، تر څو په هر وخت او هر ځای کې د هېواد د دفاع لپاره چمتو اوسئ.
د یادونې وړ ده، چې وروستیو کې د افغانستان اسلامي ملي اردو مسلکي روزنې لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي او وخت نا وخت زرګونه سرتېري له مسلکي، پوځي او عقیدوي زده کړو فارغېږي.