د غزې زرګونه وږي ماشومان به ویده وي؟ له لوږې د مړو شمېر ۳۲۶ ته پورته شو!

د غزې زرګونه وږي ماشومان به ویده وي؟ له لوږې د مړو شمېر ۳۲۶ ته پورته شو! نړۍ

د اسلامي نړۍ یوه څنډه کې داسې یوه سیمه چې د بې سارې شتمنو مسلمانو هېوادونو منځ کې یې ماشومان، ښځې او لویان له لوږې مري او د خوراکي توکو نشتون او لوږې بحران یې ورځ تر بلې پراخېږي.

الجزیرې ټلوېزیون تازه خبر ورکړی، چې غزه کې د خوراکي توکو او درملو د کمښت له کبله ۳۲۶فلسطینیان شهیدان شوي دي.

پر غزې د اسرائیلي اشغالګرو د وحشیانه بمباریو او بریدونه سربېره اوس د اسرائیلو یو بل جنایت د غزې له اوسېدونکو په ځانګړي ډول له ماشومانو ژوند اخلي هغه کلکه کلابندي ده، چې غزه یې د خوراکي توکو او درملو نشتون سره مخ کړې.

بلخوا د فلسطین د رسنیو مرکز ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې روغتونونو ته ۸۲شهیدان او ۲۶۲ ټپیان انتقال شوي دي.

یاد مرکز زیاتوي، چې د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې د اسرائیلي اشغالګرو د بریدونو له امله د شهیدانو ټولیز شمېر ۵۳ زره او ۶۵۵ تنو ته او د ټپیانو شمېر ۱۲۱ زره او ۹۵۰ تنو ته رسېدلی دی.

بل لوري ته د ماشومانو د حقونو یوه نړېوال ملاتړي صندوق یونیسف څه موده وړاندې ویلي و، چې د غزې نیم میلیون ماشومان په غزه کې له شدیدې لوږې سره مخ دي.

د اسلامي نړۍ کارپوهان او فعالان خبرداری ورکوي، که اسلامي هېوادونه او نړېواله ټولنه یو جدي اقدام ونه کړي نو د غزې ماشومان او مېرمنې به د بمبار پرځای له لوږې مړه شي.

د غزې ۳۲۶ وګړي په داسې حال کې له لوږې او درملو نشتون له کبله مري چې لا هم د غزې د نجات څرک نه لیدل کیږي او اسلامي هېوادونو او نړېوالې ټولنې لا هم د اسرائیلي جنایتونو پر وړاندې قاطع او اغېزمن دریځ نه دی خپل کړی.
#حریت_راډيو

تړلي موضوعات