کابل پولیسو یو کس له ۳۰ زره زیکب ټابلیټونو سره نیولی

کابل پولیسو یو کس له ۳۰ زره زیکب ټابلیټونو سره نیولی افغانستان
کابل کې د نشه یي توکو د پېر او پلور په تړاو نیول شوي کسان

د کابل امنیه قومندانۍ خبر ورکړی، چې له نشه یي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو یې د کابل ښار ۱۵مه حوزه کې څلور کسان د نشه یي توکو د پېر او پلور په تور نیولي.

د یادې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي، دې قضیه کې یو کس له ۳۰ زره زیکب ټایلیټونو سره نیول شوی چې کابل کې یې په ځوانانو پلورل.

نیول شوي کسان له څېړنو وروسته اړوند مراجعو ته سپارل شوي دي.

دغه کسان داسې مهال نیول شوي، چې امنیتي ځواکونو د نشه یي توکو پر ضد مبارزه ګړندۍ کړې، چې په بېلابېلو عملیاتو کې یې د نشه یي توکو ګڼ لوی قاچابران نیولي هم دي.

تړلي موضوعات