لغمان کې د لمریزې برېښنا پروژې چارې پیل شوې
د افغانستان برېښنا شرکت له لوري د لغمان مرکز مهترلام کې د شپږ میلیونه ډالرو په لګښت د ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې پیل شوې.
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیه رئیس عبدالباري عمر د یادې پروژې د پرانېستي پرمهال ویلي، د دې پروژې چارې به په شپږ میاشتو کې بشپړې شي چې ۱۰ زره کورنۍ او واړه کاروباریان به له برېښنا برخمن شي.
عبدالباري عمر ویلي، چې روان کال یې د ۲۱میلیارد افغانیو په ارزښت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د برېښنا کورني تولید ګڼې پروژې پلان کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره میاشت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو د لمریزې برېښنا ګڼو پروژو چارې پیل شوې، چې لسګونه میګاواټه برېښنا به تولید کړي.