اقتصادي مرستیال: اقتصادي ځان بسیاینه د اسلامي امارت د پالیسیو په سرکې ځای لري

اقتصادي مرستیال: اقتصادي ځان بسیاینه د اسلامي امارت د پالیسیو په سرکې ځای لري افغانستان
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د لغنمان پروژې پرانېسته کې

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند لغمان کې د ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې پرانېستي پرمهال ویلي، اسلامي امارت د برېښنا سکټور برخه کې ځان بسیاینې ته د رسېدو په موخه مهم ګامونه اخېستي دي.

ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي، د اسلامي امارت اقتصادي ستراتیژي د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې په جلب او جذب ولاړه ده، څو هېواد له بهرنۍ اړتیا خلاص او خپلو موجوده کورنیو ظرفیتونو پر مټ ځان بسیاینې ته ورسېږي.

ښاغلي برادر همداراز ویلي، دا چې برېښنا د یوه هېواد اقتصادي ودې لپاره د ملا تیر دی په همدې موخه د اسلامي امارت د اقتصادي پالیسو په سرکې ځای لري.

د یادونې وړ ده، لغمان کې د لس میګاواټه لمریزې برېښنا پر پروژې د خصوصي سکټور له لوري شپږ میلیون ډالر پانګونه کېږي، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې د سیمې اوسېدونکو د برېښنا ستونزه تر يوې اندازې حل او صنعتي فعالیتونه به ورسره پراختيا ومومي.

تړلي موضوعات