کابل ښار پنځمې امنیتي حوزه کې د وسله والو غلو ډله نیول شوې
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع ویلي، امنیتي ځواکونو د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې کې د وسله والو غلو پنځه کسیزه ډله نیولې.
ښاغلي قانع ویلي، نیول شویو کسانو به د وسلې په زور د خلکو پیسې، موټر او نور مالونه ترې اخېستل.
نوموړي زیاته کړې، له نیول شویو کسانو څخه دوه عرادې موټر او دوه عرادې تښتول شوې رکشاوې هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
نیول شویو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی، چې د پولیسو له څېړنو وروسته به عدلیي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
د وسله والو غلو دغه ډله داسې مهال نیول کیږي، چې تر دې وړاندې هم امنیتي ځواکونو د هېواد په بېلابېلو برخو کې د وسله والو غلو ډلې نیولې دي.