د جوزا لومړۍ ورځ؛ د ا.ا.ا د دویم زعیم د شهادت ورځ

د جوزا لومړۍ ورځ؛ د ا.ا.ا د دویم زعیم د شهادت ورځ افغانستان

نن د جوزا لومړۍ ورځ د افغانستان اسلامي امارت د دویم زعیم ملا اختر محمد منصور د شهادت نهم تلین سره برابره ده.
ملا اختر محمد منصور د ۱۳۹۵ لمریز کال د جوزا په لومړۍ نېټه د کندهار د ریګستان او د بلوچستان نوشکي ته څېرمه په یوه سرحدي سیمه کې د امریکایي بي پیلوټه الوتکې په برید کې شهید شوی و.

شهید منصور د اسلامي امارت د مؤسس او لومړي زعیم ملا محمد عمر مجاهد وروسته د اسلامي امارت دویم مشر و.

په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د نوموړي له شهادت وروسته اسلامي امارت په یوه اعلامیه کې ویلي و:
(( شهید منصور د زمان او مکان له ټولو سختو او امتحاني شرایطو سره سره نه د نړېوال طاغوت مکررو غوښتنو او ګواښونو ته  تسلیم شو، نه یې د چا د تحمیلي او تزویري پروسو پیشنهادونه ومنل، نه له ګواښونو ووېرېد او نه یې هم داخلي او خارجي توطیو، دسیسو او فشارونو عزم متزلزل کړ.))

په هغې اعلامیه کې زیاته شوې وه، چې نوموړي خپله فریضه په ډېره ښه او ویاړمنه توګه ترسره کړه، د مرګ تر ساعته په خپل ایمان او برحق عزم محکم پاتې شو، د اسلامي امارت د زعامت په لنډه موده کې یې د عزم، ایمان او سرلوړۍ داسې کارنامې تاریخ ته پرېښودې چې همیشه به ټول مسلمانان په خاص ډول مبارزین او مجاهدین ورباندې وویاړي.

تاریخ پوهان او سیاسي شنونکي ملا اختر محمد منصور یو مدبر امیر بولي دوی زیاتوي، چې شهید منصور په لنډ وخت کې د اسلامي امارت نظامي لیکې ډېرې ښې منظمې کړې او اسلامي امارت یې د اداري او نظامي جوړښت له اړخه د یو منظم حکومت په بڼه کړ.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت له تاسیس را وروسته د دې صف مشرانو او کشرانو د اسلامي نظام د قیام، د اشغال خاتمې او ازادۍ اخیستلو لپاره قربانۍ ورکړې او اوس هم د اسلامي امارت مشران په خپلو ویناوو کې د دې اسلامي نظام او خپلواکۍ د ساتنې لپاره د قربانۍ او سرښندنې ډاډ ورکوي.

تړلي موضوعات