د کندهار اورلګېدنې زیانمنو ته د ۲۰۰ میلیونه افغانیو وېش لړۍ پیل شوه

د کندهار اورلګېدنې زیانمنو ته د ۲۰۰ میلیونه افغانیو وېش لړۍ پیل شوه افغانستان

د پېښو سره د مبارزې ملي ادارې خبر ورکړی، چې نن پنجشنبه د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ د کاکړانو منډیي د اورلګېدنې له امله زیانمنو سوداګرو ته د ۲۰۰میلیونه افغانیو نغدو پیسو د وېش لړۍ پیل شوه.

په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د یادې ادارې سرپرست ملا نورالدین ترابي ویلي، چې دا مرسته شوې ۲۰۰ میلیونه افغانۍ د اسلامي امارت مشرتابه د ځانګړي شفقت او ترحم له مخې د حکومت له بودیجې څخه هغو کسانو ته ځانګړې شوې دي، چې تېر کال د کاکړانو په منډیي کې د اورلګېدنې له امله زیان ورته رسېدلی وو.

ښاغلي ترابي زیاته کړې، د اسلامي امارت مشرتابه تل د خپل ولس درد حس کړی او د حکومت ټول مسؤلین هڅه کوي چې د هرې ستونزې پر مهال د خپل ولس ترڅنګ ودرېږي.

بلخوا یاده غونډه کې د سپین بولدک ولسوالۍ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسؤل محمد شفیق د ملي سوداګرو او زیانمنو هټۍ والو په استازيتوب ویلي، چې موږ د اسلامي امارت د ټولو مسؤلینو د هڅو قدرداني کوو او موږ ورڅخه مننه کوو چې پر زیانمنو سوداګرو یې ځانګړی شفقت وکړ او د خپلې بودیجې څخه یې ۲۰۰ میلیونه افغانۍ ورته ځانګړې کړې چې نن یې عملاً د وېش لړۍ پیل شوه.

د یادونې وړ ده، چې اسلامي امارت تل د بدو پېښو پر وخت د ولس تر څنګ درېدلی او زیانمنو هېوادوالو سره یې هر اړخیزې لازمې مرستې کړې دي، چې ولس یې هر وخت تود هرکلی کړی دی.

تړلي موضوعات