د پاکستان له زندانونو نږدې ۳۰۰ افغانان ازاد شول

د پاکستان له زندانونو نږدې ۳۰۰ افغانان ازاد شول افغانستان
د پاکستان له زندانونو خوشې شوي افغانان

کډوالو چارو وزارت وايي، د پاکستان له زندانونو د غبرګولي میاشتې په لومړۍ او دویمه نېټه ۲۸۷ تنه افغانان، چې د پاکستان په بند خونو کې وو ازاد او هېواد ته راستانه شول.

وزارت وايي، دغو کسان د قانوني اسنادو په درلودو بیا هم د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي او د یوې ورځې څخه تر ۱۰ ورځو پورې بندیان و.

د سرچینې په خبره، د ثبت تر پروسې او بشري مرستو د ترلاسه کولو وروسته یاد کسان خپلو پلرنیو مېنو ته لیږدول شوې دي.

تړلي موضوعات