روسیه: COP-30 ناسته کې د افغان پلاوي د ګډون هڅه کوو

روسیه: COP-30 ناسته کې د افغان پلاوي د ګډون هڅه کوو افغانستان
طبیعي سرچینو او چاپېریال ساتنې وزیر سره د مولوي مطیع الحق خالص کتنه

د روسیې د طبیعي سرچینو او چاپېریال ساتنې وزیر الکسندر کوزلوف د افغانستان چاپېریال ساتنې ملي ادارې رئیس مولوي مطیع الحق خالص سره کتنه کې ویلي، هېواد یې هڅه کوي COP-30 ناسته کې د افغانستان پلاوي ته د ګډون زمینه برابره کړي.

مولوي مطیع الحق خالص دې کتنه کې پر افغانستان د اقلیمي بدلون ناوړه اغېزو ته په اشاري له روسیې غوښتي افغانستان سره دي د اقلیمي بدلون مبارزې برخه کې د نړېوالو ځنډول شویو پروژو بیا پیل کې مرسته وکړي.

په ورته مهال ښاغلي کوزلوف د ځمکې لاندې اوبو کمښت، ککړه هوا او اقلیمي بدلون د افغانانو لویه ستونزه بللې په خبره یې، روسیه به یادو برخو کې له افغانستان سره هر اړخیزه مرسته وکړي.

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون کلني ناسته کاپ ۳۰ (COP30) به روان میلادي کال د برازیل په کوربتوب ترسره شي.

تړلي موضوعات