افغان پلاوي د مرکزي اسیا هېوادونو تخنکي همکاریو ناسته کې ګډون کړی

افغان پلاوي د مرکزي اسیا هېوادونو تخنکي همکاریو ناسته کې ګډون کړی افغانستان
د اوبو مدیریت برخه کې د مرکزي اسیا هېوادونو تخنیکي ناسته کې د افغان پلاوي ګډون

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رئیس مولوي مطیع الحق خالص په مشرۍ د افغانستان پلاوي « د اوبو سکټور او اوبو کمښت سره مبارزه کې د مرکزي اسیا هېوادونو همکارۍ» په نوم تخنیکي ناسته کې ګډون وکړ.

 د چاپېریال ساتنې ادارې ویلي، دې ناسته کې چې د مرکزي اسیا هېوادونو ځانګړو استازو، چاپېریا ساتنې وزیرانو او د دې حوزې متخصصینو ګډون درلود د اوبیزو سرچینو مدیریت، موجوده جوړښتونو، راتلونکو پلانونو، اوبیزو سرچینو د اقلیمي بدلون اغېزو، طبیعي یخچالونو سیسټمونو څارنې او د اوبو سکټور معلوماتي سیسټمونو خبرې شوې دي.

 همداراز د ټکنالوجۍ انتقال، تر مرزونو ورها خوا اوبو مدیریت، د سیمه ییزو همکاریو پیاوړتیا او د اوبیزو سرچینو ګټور او پایداره مدیریت موضوعات هم د ناستې د اجنډا له مهمو برخو څخه دي.

 یاده ناسته کې د اوبیزو سرچینو مدیریت اهمیت، اقلیمي بدلون اغېزو کمول، ګټورې ستراتیژۍ، ګډو پروګرامونو پلي کول او د هېوادنو ترمنځ د اوبو تخصیص لپاره د منظم میکانیزم لپاره د علمي څېړنو په ترسره کولو ټینګار شوی.

 د مولوي مطیع الحق خالص په مشرۍ افغان پلاوی روسیه کې د چاپېریال ساتنې بین المللي کانګرس نووسکي کې د کډون په موخه روسیې ته تللی.

تړلي موضوعات