کابل کې له نظامي زده کړو ۴۰۰ تنه پولیس فارغ شول
د کابل امنیه قوماندانۍ د ښوونې او روزنې لوی مدیریت اړوند د حضرت حمزه رض د نظامي معسکر څخه په اتمه دوره کې ۴۰۰ تنه پولیس فارغ شول.
د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، د فارغ شویو منسوبینو له جملې ۸۲ افسران، ۱۳۳ ساتنمنان او ۱۸۵ تنه ساتونکي دي.
د زده کړو دغه پروګرام د شپږو اونیو په موده کې بشپړ او فارغ شوي منسوبینو ته د فراغت سندونه ورکړل شول.
ځدارڼ لیکلي، د شپږو اونیو په اوږدو کې فارغ شویو ته له ولس سره د مسلکي چلند، د قرانکریم ترجمه، نبوي سيرت، جمع نظام، د تلاشۍ اصول، تکواندو، پولیسي عملیات او اړینې نظري، عملي او مسلکي زده کړې ورکړل شوې.