کورنیو چارو وزیر: د اسلامي نظام حیثیت باید زموږ د شخصي ګټو پرتله ډېر ارزښت ولري
د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني د چارو ادارې او د اداري اصلاحاتو ریاست په نوښت د وزارتونو د دفترونو رئیسانو لپاره جوړ شوي اصلاحاتي او د ظرفیت لوړونې سیمینار پای غونډې ته وینا کې ویلي، چې د اسلامي نظام حیثیت باید زموږ د شخصي ګټو، غوښتنو او مقامونو په پرتله ډېر ارزښت ولري؛ خپلې چارې باید د فرامینو، قوانینو او مقرراتو په رڼا کې پرمخ یوسئ.
د کورنیو چارو وزیر له دولتي مسؤلینو غوښتي، چې له رعیت سره ښه چلند ولري او زیاته کړې یې ده، تاسو د حکومتي پرېکړو عملي کوونکي یاست. خلک ستاسو دروازو ته مراجعه کوي، باید د خلکو ستونزو ته پر وخت، په صداقت، اخلاص او ژمنتیا ځواب ورکړئ او د دوی او نظام صادقانه استازیتوب وکړئ.
ښاغلي وزیر همداراز ویلي، د افغانستان اسلامي امارت زعیم د اسلامي نظام د پیاوړتیا، د اصلاحاتو رامنځته کېدو، د خلکو د خدمتونو د پراختیا او د اصولي قانون جوړونې په لاره کې شپه او ورځ هڅې کوي.
د یادونې ده، چې دا سیمینار د وزارتونو د دفترونو رئیسانو لپاره جوړ شوی اصلاحاتي او د ظرفیت لوړونې سیمینار و، چې ګډونوالو ډېر اغېزمن او ګټور بللی دی.