میدان وردګو کې د کډوالو لپاره ښارګوټي جوړول پیل شول
د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي تېره ورځ میدان وردګو ولایت کې کډوالو لپاره د ښارګوټي جوړولو چارې پیل کړې.
د میدان وردګو اطلاعاتو کلتور ریاست ویلي، دغه ښارګوټی له ګاونډیو هېوادونو په جبري توګه د اېستل شویو کډوالو لپاره جوړېږي.
ښاغلي حنفي یاد ښارګوټې پرانېستي مراسمو کې ویلي، اسلامي امارت په پام کې لري ټول هېواد کې له ګاونډیو هېوادونو په جبر اېستل شویو کډوالو ته ښارګوټي جوړ کړي.
یاد ښارګوټی په ۸۰۰ جریبه ځمکه کې جوړیږي، ۹۱۰ هستوګنیزې نمرې، جومات، مدرسې، ښوونځي، روغتیايي مرکز او شنې ساحې به ولري.