نشه یي توکو سره د مبارزې برخه کې به د ا.ا هڅو مستند معلومات نړېوالو سره شریک کړو

نشه یي توکو سره د مبارزې برخه کې به د ا.ا هڅو مستند معلومات نړېوالو سره شریک کړو افغانستان
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو ضد ادارې (UNODC) رئیس پولیک اوک سری

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو ضد ادارې (UNODC) رئیس پولیک اوک سری د نشه یي توکو پروړاندې د مبارزې معین لوی پاسوال ملا عبدالحق اخوند همکار سره کتلي.

کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې دې کتنه کې پولیک اوک د نشه یي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت ترسره شویو هڅو ستاینه کړې او ویلي یې دي، د دغو فعالیتونو مستند معلومات به له نړېوالو سره شریک کړي، څو د روږدو کسانو درملنې او کروندګرو ته د بدیل کښت زمینه برابره شي.

بل‌خوا ښاغلي همکار ویلي، افغانستان کې د کوکنارو کښت، قاچاق، پېر او پلور منع شوی، چې اوس کروندګرو سره د بدیل کښت مرستو اړتیا ده.

نوموړي له UNODC د پولیسو مسلکي روزنې او کارکوونکو ظرفیت لوړونې برخو کې د همکاریو جاري ساتلو غوښتنه کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت له بیاواکمنېدو وروسته افغانستان کې د کوکنارو په کښت، قاچاق، پېر او پلور بشپړ بندیز لګېدلی، چې ورسره د دغې پدیدې کچه صفر ته نږدې شوې.

تړلي موضوعات