فراه کې د سلګونه کیلو ګرامه تریاکو د قاچاق مخنیوی شوی

فراه کې د سلګونه کیلو ګرامه تریاکو د قاچاق مخنیوی شوی افغانستان
فراه کې نیول شوي نشه يي توکي

د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینت ویلي، امنیتي ځواکونو فراه کې د ۲۶۴ کیلو ګرامه تریاکو د قاچاق محنیوی کړی.

یاد وزارت ویلي، امنیتي ځواکونو دغه اندازه نشه یي توکي د فراه ولایت فراه رود ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو پر مهال چې یوه پاسو ډوله موټر کې ځای پر ځای شوي و نیولي.

امنیتي ځواکونو یې په تړاو یو تن نیولی ، چې له څېړنو وروسته به عدلیي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

دغه کس داسې مهال نیول کیږي، چې دې وروستیو کې د نشه ي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه چټکه شوې، چې د دغو اقداماتو په پایله کې هېواد د نشه يي توکو کرکېله صفر ته نږدې شوې.

تړلي موضوعات