زابل کې د کډوالو نوی ښارګوټی پرانیستل شو

زابل کې د کډوالو نوی ښارګوټی پرانیستل شو افغانستان
انځور ډیزاین حریت راډیو

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال له لوري زابل ولایت کې بیرته راستنېدونکو کډوالو لپاره په ۴ زره ۳۲۱ جریبه ځمکه کې نوی ښارګوټی پرانېستل شو.

د ادارې معاونیت د معلوماتو له مخې، یاد ښارګوټی د کور او ښار جوړولو وزارت له ماسټر پلان سره سم ډیزاین شوی، چې اوسېدونکو لپاره ټولې اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.

ویل کیږي، چې یاد ښارګوټی د کډوالو ستونزو ته د رسېدني عالي کمېسیون له لوري مستحق پېژندل شويو راستنو شویو ته وېشل کیږي.

اداري مرستیال ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت کډوالو ته په بېلابېلو برخو ځانګړي ډول اړوند سیمو کې د استوګنې برابرولو لپاره خپلې هڅې نه سپموي.

د یادونې ده، چې تېره ورځ میدان ورګو ولایت کې هم په ۸۰۰ جریبه ځمکه د کډوالو لپاره ښارګوټی پرانیستل شو.

تړلي موضوعات