د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته تر ۵ میلیونه زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي

د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته تر ۵ میلیونه زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي افغانستان
د افغانستان کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت

د کډوالو چارو وزارت تازه شمېرو په خپرولو سره ویلي، د اسلامي امارت له بیاواکمنېدو وروسته تېرو نږدې څلور کلونو کې له ګاونډیو هېوادونو ۵ میلیونه ۹۷ زره کډوال هېواد ته راستانه شوي.

د یاد وزارت ویاند رسنیو ته په استول شوي کلیپ کې ویلي، تېرو دوو میاشتو کې له ایران او پاکستان هېوادونو ۲۶۸ زره افغانان بیرته هېواد ته راستانه شوي.

خو تر دې وړاندې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (UNHCR) په خپل راپور کې ویلي و، چې تېرو دوو میاشتو کې ۵۰۰ زره افغان کډوال له پاکستان او ایرانه په جبر ایستل شوي.

تېرو نږدې څلور کلونو کې ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول ایران او پاکستان د افغان کډوالو جبري ستنولو لړۍ پیل کړې، هغه پروسه چې د اسلامي امارت او نړېوالو بنسټونو له سختو نیوکو سره مخ شوې.

د یادونې ده، چې افغان حکومت د یادې پروسې له پیل سره سم هېواد کې د موقتې مېشتېدنې، ولایتونو ته د هغوی لېږد او دایمې سرپناه جوړولو جدي هڅو سربېره کډوالو ته د ځمکو وېش لړۍ هم پیل کړې.

تړلي موضوعات