افغان او چیني چاروکو د مالي او بانکي همکاريو په پراختیا خبرې کړې

افغان او چیني چاروکو د مالي او بانکي همکاريو په پراختیا خبرې کړې افغانستان
د افغانستان بانک رئیس کابل کې د چین سفیر سره کتلي

د افغانستان بانک رئیس نور احمد اغا کابل کې د چین سفیر سره کتنه کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د مالي او بانکي همکاریو په پراختیا خبري وکړې.

د افغانستان بانک خبر ورکړی، نور احمد اغا دې کتنه کې ویلي، د افغانستان بانک تېرو نږدې څلور کلونو کې له ګڼو نړېوالو مالي او بانکي بنسټونو سره ګټورې اړیکې جوړې کړې.

نوموړي ویلي، یاد بانک هڅه کوي مالي او بانکي سکټور برخه کې تخنیکي همکارۍ زیاتې او د پانګونې لپاره لا ډېر مناسب او خوندي چاپېریال برابر او سوداګري اسانه کړي.

بلخوا د چین سفیر ویلي، هېواد یې غواړي د افغانستان په اقتصادي رغونه کې خپل مثبت رول ولوبوي.

دغه کتنه داسې مهال کیږي، چې تر دې وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزیر چینایي چارواکو سره د ډالرو پر ځای د دواړو هېوادونو په کرنسیو د سوداګریزه راکړه ورکړه خبرې کړې وې.

تړلي موضوعات