کابل هوايي ډګر کې د ۵۸ کیلو قیمتي ډبرو د قاچاق مخنیوی
د سرحدي پولیسو لوی ریاست ویاند عابدالله فاروقي حریت راډیو ته ویلي، چې سرحدي منسوبینو نن د کابل نړېوال هوايي ډګر کې د څه باندې ۵۸ کیلوګرامه قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د قاچاق مخه نیولې ده.
ښاغلی فاروقي زیاتوي، چې دا قیمتي ډبرې د یوه کارګو شرکت په صادراتي مالونو کې ځای پرځای شوې وې، چې مخه یې نیول شوې ده.
د نوموړي په خبره، دې قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو کې یاقوت، لاجورد او زمرد شامل دي.
یاده دې وي، چې د اسلامي امارت چارواکي تل ډاډ څرګندوي، چې ټولو هوايي ډګرونو او ځمکنیو بندرونو کې سرحدي منسوبین د قاچاق پر وړاندې بیدار دي او چاته به اجازه ور نه کړي، چې د هېواد شتمنۍ قاچاق کړي.