په میدان وردګو کې شدید طوفان زراعتي ځمکو او ونو ته زیان اړولی
د میدان وردګ ولایت ځايي مسؤلین د دې ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د شدید طوفان خبر ورکوي.
د یاد ولایت رسنیز دفتر وايي، چې بهسود ولسوالۍ کې شدید طوفان د ځايي خلکو زراعتي ځمکې زیانمنې کړې دي او ګڼې مېوه او غیري مېوه لرونکې ونې چپه شوې دي.
خپرو شویو انځورونو کې ښکاري چې دې طوفان د یادې سیمې ګڼې ونې له بېخه ویستلې دي.
یاد رسنیز دفتر همداراز وايي، چې څو ورځې وړاندې هم طوفان د دغه ولایت په لومړۍ حصه بهسود، نرخ او دایمیرداد ولسوالیو کې بڼوال زیانمن کړي وو.
یاده دې وي، چې د حکومت هوا پېژندنې ادارې تېره ورځ په سویلي، ختيځو، لوېديځو او مرکزي ولايتونو کې د تېزو بادونو او دوړو پېښېدو اټکل کړی و، چې د سرعت کچه يې په بېلا بېلو سیمو کې له ۵۰ تر ۹۵ کیلومتره په ساعت کې اټکل شوې وه.