کار او ټولنیزو چارو وزارت د لوی اختر څلور ورځې رخصتي اعلان کړې

کار او ټولنیزو چارو وزارت د لوی اختر څلور ورځې رخصتي اعلان کړې افغانستان
د کار او ټولنیزو چارو وزارت

د افغانستان اسلامي امارت د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي، د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت ټول هېواد کې ۴ کاري ورځې عمومي رخصتي ده.

دغه وزارت زیاته کړې، چې د رسمي کلیزې پر بنسټ، د عرفې له مبارکې ورځې وروسته چې د جمعې ورځ ده؛ څلور کاري ورځې د لوی اختر په مناسبت ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده.

د یادونې ده، چې اسلامي امارت د راتلونکې شنبې ورځ د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې.

تړلي موضوعات