بغلان کې ټرافیکي پېښې: ۱۱تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د بغلان ولایت امنیه قومندانۍ خبر ورکړی، چې د یاد ولایت خنجان او دوشي ولسوالیو کې د ټرافیکي پېښو له امله درې تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۸ نور ټپیان دي.
امنیه قومندانۍ ویلي، لومړۍ پېښه د خنجان ګزان سیمه کې د یو ۳۰۳ ډوله او پاسو موټر د ټکر له امله شوې چې درې میرمنو ژوند له لاسه ورکړی دوه ماشومان او یو سړی ټپیان شوي.
دغه راز په بله پېښه کې یو کرولا ډوله موټر د دوشي ولسوالۍ قره احمد سیمه کې له سړکه اوښتی چې په کې سپاره پنځه تنه ټپيان شوي.
دغه ټرافیکي پېښي تېره ورځ شوې او مسئولینو یې د لامل په اړه څه نه دي ویلي.