بهرنیو چارو وزیر افغانستان لپاره د پولنډ ځانګړي استازي سره کتلي
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي افغانستان لپاره د پولنډ ځانګړي استازي ویتالد سابکو سره کتنه کې د سیاسي، اقتصادي اړیکو، اروپا په ځانګړي ډول پولنډ کې د افغان کډوالو ستونزو او سیمه ییزو موضوعاتو خبرې کړې.
بهرنیو چارو وزیر دې کتنه کې د د دواړ هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا ترڅنګ د افغانستان او پولنډ بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ د اړیکو کچې په لوړېدو ټینګار کړی.
مولوي امیرخان متقي ویلي، اسلامي امارت د اقتصاد محوره بهرني سیاست له لارې نړېوالې ټولنې سره د اړیکو پراختیا په لټه کې ده چې پولنډ هم باید له دې فرصته استفاده وکړي.
بلخوا د پولنډ استازي د امنیت او فساد سره مبارزې برخه کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې ستایلې دي.
نوموړي ویلي، هېواد یې د افغانستان اقتصادي برخه کې په پانګونې فکر کوي.