د کانونو وزارت او سوداګرۍ او پانګونې خونې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لاسلیک شوه

د کانونو وزارت او سوداګرۍ او پانګونې خونې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لاسلیک شوه افغانستان
د کانونو وزارت او سوداګرۍ خونې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لاسلیک شوې

د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د یاد وزارت او سوداګرۍ او پانګونې خونې ترمنځ د همکاریو پراختیا، همغږۍ او اړیکو د ودې په موخه یې له یاد بنسټ سره د همکارۍ هوکړه لاسلیک کړې.

د یادې هوکړې پر بنسټ دواړه لوري په ګډه د کانونو برخه کې د پانګونې فرصتونو پېژندنې، د کورنیو او بهرنیو پانګوالو جذب، سوداګرو ترمنځ د اړیکو جوړول، نړېوالو شریکانو سره د اړیکو پیاوړي کولو او د کانونو سکټور د پانګونې اطلاعاتو کې همکاري کوي.

د کانونو او پټرولیم وزارت مسئولینو ویلي، دغه وزارت هڅه کوي د ملي او نړېوالو پانګوالو لپاره د پانګونې برخه کې لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.

د یادونې ده، چې هېواد د امنیت تر ټینګښت وروسته افغانستان کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو پانګونه زیاته شوې او د اسلامي امارت چارواکو هم د پانګوالو په ملاتړ ټینګار کړی.

تړلي موضوعات