د اسلامي امارت مشرتابه مسئولینو ته: شریعت لومړی په ځان بیا په نورو پلي کړئ
د اسلامي امارت مشرتابه د لوی اختر په مناسبت اختریز پیغام کې د حکومت له ټولو مسئولینو غوښتي، چې شریعت لومړی په ځان او وروسته په نورو پلي کړي.
امیرالمؤمنین په خپل پیغام کې حکومتي مسئولینو ته لارښوونه کړې، چې د یوبل کارونو کې دې لاسوهنه نه کوي او د دندو په ترسره کېدو کې دې بشپړه همغږي ولري.
نوموړي د خپل پیغام یوه برخه کې له هېوادوالو هم غوښتي، چې د هېواد پر وړاندې خپل مسئولیت ادا کړي او د شرعي نظام د بریا او پرمختګ لپاره لا زیاتې هڅې وکړي.
د اسلامي امارت مشرتابه همداراز ویلي، قومي مشران او مخور باید د شرعي نظام، خلکو او هېواد پر وړاندې ګډ دریځ ولري او په خپلو تحلیلونو، څېړنو او خبرو کې د ټولنې ذهنیت جوړونه، د یووالي ټیګښت دغه راز فتنې او فساد مخنیوي لپاره جدي هڅې وکړي.