د محاکمو مسئولین دې د قوي او ضعیف ترمنځ توپیر نه‌کوي

د محاکمو مسئولین دې د قوي او ضعیف ترمنځ توپیر نه‌کوي افغانستان
د اسلامي امارت مشرتابه عالیقدر امیر المؤمنین شیخ الحدیث والقران مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله

د اسلامي امارت مشرتابه د لوی اختر په مناسبت اختریز پیغام کې د محاکمو مسئولینو ته لارښوونه کړې، چې خپل دروند مسئولیت ته په کتو باید د خلکو حقه حقونو ترلاسه کولو او شخړو حل لپاره د تېر په پرتله ډېر جدي و اوسي.

امیرالمؤمین په خپل پیغام کې د هېواد محاکمو مسئولینو ته همداراز لارښوونه کړې، چې په فیصلو کې د قوي او ضعیف شخص ترمنځ توپیر ونه کړي او ټولو خلکو سره مساویانه چلند او ترمنځ یې عدالت وکړي.

نوموړي د افغانانو جهاد او مجاهدینو ستره موخه ټولنه کې په رښتیني ډول د شرعي نظام او شرعي احکامو تطبیق بللی، چې په خبره یې د دغو موخو تحقق د محاکمو په غوره فعالیت پورې اړه لري.

تړلي موضوعات