افغانان دې په ګډه هېواد پر ځان بسیا او د نورو له احتیاجه وژغوري
د اسلامي امارت مشرتابه په خپل اختریز پیغام کې له افغان سوداګرو او صنعتکارانو غوښتي، چې د هېواد ابادۍ لپاره لا ډېرې هڅې وکړي، څو هېواد پر ځان بسیا او د نورو له احتیاجه وژغورل شي.
امیرالمؤمنین په خپل اختریز پیغام کې ویلي، د هر ډول ګواښونو پر وړاندې د هېواد خپلواکۍ او ازادۍ ساتل په امکاناتو او اقتصاد پورې اړه لري، چې د دې چارې لپاره باید ټول په ګډه د خپل هېواد جوړېدو او په پښو درېدو لپاره کار وکړو.
نوموړي اړوندو اقتصادي ارګانونه ته سپارښتنه کړې، چې د خپلو سوداګرو او صنعتکارانو لا ډېر ملاتړ وکړي او د هغوی پرمختګ ته ښه زمینه برابره او مرسته یې وکړي.
د پیغام په بله برخه کې کډوالو چارو او نورو اړوندو ادارو ته لارښوونه شوې، چې د بېرته راستنېدونکو ځای پر ځای کولو او خوندي لېږد برخه کې خپل امکانات و نه سپموي.