غزه کې دې روان زور زیاتی ژر تر ژره ودرول شي
د اسلامي امارت مشرتابه په خپل اختریز پیغام کې غزې تړانګې او نورو سیمو کې په مېرمنو، ماشومانو، او مظلومو مسلمانانو د صهیونیستانو بریدونه په کلکه غندلي او ژر تر ژره درېدو غوښتنه یې کړې.
امیرالمؤمنین غزه کې روان وحشت لوی انساني جنایت بللی او د فلسطین له مظلومو خلکو یې د اسلامي امارت بشپړ ملاتړ اعلان کړی.
د اسلامي امارت مشرتابه داسې مهال له فلسطیني مسلمانانو بشپړ ملاتړ اعلان او د جګړې درېدو غوښتنه کړې، چې دا مهال غزه کې د اشغالګر رژیم له لوري ستر انسانۍ ناورین روان دی او هره ورځ لسګونه کسان د اشغالګر پوځ په بریدونو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.