د اختر په مناسبت هېواد کې تر ۱۵۰۰ زیات زندانیان خوشې کیږي

د اختر په مناسبت هېواد کې تر ۱۵۰۰ زیات زندانیان خوشې کیږي افغانستان
د افغانستان ستره محکمه

د هېواد سترې محکمې خبر ورکړی، چې د قاضي القضات په لارښوونه د لوی اختر په مناسبت د کابل په ګډون د هېواد اتو ولایتونو کې ۱۵۵۹ زندانیان له بندخونو خوشې کیږي. 

د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي، د یادې لارښوونې پر بنسټ به د ۹۵۰ زندانیانو د بند موده هم کمه شي.

دغه بنسټ زیاته کړې، د یادو زندانیانو نوملړ اړوندو ادارو ته د پلي کولو په موخه استول شوی دی.

د یادونې ده، چې اسلامي امارت د کوچني اختر په مناسبت هم ۵ زره ۶۱۵ زندانیان خوشې کړل او د ګڼ شمېر د بند موده یې کمه کړه.

تړلي موضوعات