د چین سفیر: د افغانستان او چین اړیکې بېلابېلو برخو کې د پراختیا په حال کې دي
د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن په کابل کې د چین سفیر ژاوشینګ او مل پلاوي سره کتلي دي او په مختلفو موضوعاتو یې خبرې اترې کړې دي.
ارګ ویلي، چې دې کتنه کې ښاغلي ژاوشینګ د چین او افغانستان د تعاملاتو او دوستانه اړیکو یادونه وکړه او دا اړیکې یې په بېلابېلو برخو کې د پراختیا په حال کې وبللې.
ارګ زیاته کړې، چې د چین سفیر د چینایي شرکتونو له لوري اجرا کېدونکو پروژو ته په اشارې ویلي، چې د دې پروژو له بشپړېدو سره به افغانستان د پام وړ اقتصادي ګټې وکړي.
ژاوشینګ په دې لیدنه کې د چین - جنوبي اسیا د نهم نندارتون (CSA) په اړه معلومات وړاندې کړي او ویلي یې دي، چې په دې نندارتون کې د افغان پلاوي ګډون به د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا پیاوړتیا لامل شي.
بلخوا یاده کتنه کې مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول د چین سره د ښو اړیکو او تعامل غوښتونکی دی او زیاته کړې یې ده چې دواړه هېوادونه به وکولای شي په سیاسي او اقتصادي برخو کې خپلې اړیکې او تعاملات لا ډېر پراخه کړي.
یاده دې وي، چې وروستیو کې د افغانستان او چین اړیکې بېلابېلو برخو کې لوړې کچې ته پورته شوې دي، چې سیاسي شنونکي یې د دواړو لوریو لپاره ډېرې ګټورې بولي.