افغان او عراقي ډيپلوماټانو د سفارتونو په پرانیستل کېدو خبرې کړې

افغان او عراقي ډيپلوماټانو د سفارتونو په پرانیستل کېدو خبرې کړې سیاست
ترکیه کې د عراق او افغان سفیرانو کتنه کړې

ترکیه کې د عراق سفیر ماجد اللاجماوي او د افغانستان شارژدافیر محمد زبیر ودان کابل او بغداد کې د دواړو هېوادونو سفارتونو په پرانیستل کېدو خبرې کړې.

د عراق رسمي خبري اژانس د یاد هېواد بهرنیو چارو وزارت له قوله ویلي، دواړو لوریو دې کتنه کې د افغانستان او عراق ترمنځ په دوه اړخیزو اړیکو بحث کړی.

د عراق بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دواړو هېوادونو ډيپلوماټانو د سفارتونو پرانیستل کېدو دغه راز کابل او بغداد کې د ډيپلوماټیکو استازولیو فعالیت بیا پیلولو نظرونه تبادله کړي.

یاد وزارت د رسمي اړیکو ټینګښت او دوه اړخیزو همکاریو کې دغه اقدام مهم بللی دی.

په ورته مهال ترکیه کې د افغانستان سفارت هم ویلي، چې ښاغلي ودان د عراق سفیر سره د افغانستان او عراق ترمنځ په سیاسي او کلتوري اړیکو خبرې کړې دي.

تړلي موضوعات