د ا.ا پلاوي د پوهنې وزیرانو نړېوال کنفرانس کې ګډونو کړی
پوهنې وزارت د روسیې کازان ښار کې د پوهنې وزیرانو نړېوال کنفرانس کې د افغانستان پوهنې وزارت پلاوي د ګډون خبر ورکړی.
دغه کنفرانس تېره ورځ د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین په ویډیویي وینا پیل شوی.
د پوهنې وزارت ویاند قاري منصور احمد حمزه ویلي، افغان پلاوي د یاد کنفرانس څنډه کې د ایران پوهنې وزارت مرستیال سره کتلي او په ښوونیز ډګر کې یې په دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړې.
ښاغلي حمزه په خپله اېکس پاڼه لیکلي افغان پلاوي د روسیې پوهنې وزیر سره هم کتلي چې په خبره یې د روسیې پوهنې وزیر د اسلامي امارت په اړه د روسیې دریځ کې د مثبت بدلون خبره کړې، چې دغه بدلون به د افغانستان تعلیمي نظام سره د همکارۍ برخه کې فرصتونه رامنځته کړي.
یاد کنفرانس د ۳۰ هېوادونو د پوهنې وزیرانو او مرستیالانو په ګډون روان دی، چې نن پنجشنبه به هم دوام ولري.